په هېلمند کې د افغان ځواکونو پر یو زغروال ګاډی چاودنه شوى

د هلمند ولايت  ویاند عمر ځواک ويلي  د افغان ځواکونو پر یو زغروال ګاډی چاودنه شوى چې له امله يې د پوله ساتو ځواکونو د څلورمې پلې لیوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل وژل شوی او درې نور کسان پکې ټپيان شوي.

 ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه نن  د مارجې او ناوې ولسوالیو ترمنځ د جرنامو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، په دې چاودنه کې د خصوصي “شمشاد” تلوېزیون یو خبریال سردار محمد سروري او دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسؤل عبدالقدیر بهادرزي ویلي ، په  دې چاودنه کې د دوی د سرحدي ځواکونو د پلې لوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل او یو سرتېری وژل شوي دي. بهادرزی په پېښه کي د یوه سرتېري او د یوه خصوصي تلویزیون د خبریال د ټپي کېدو خبره هم وکړه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*