شاه محمود قریشي: دافغانستان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي پاکستان د ټرمپ له دې څرګندونو هرکلی کوي چې غواړي د افغانستان جګړه له سیاسي لارو حل کړي.

دقريشي  په خبره دغه تازه پرمختګونه د ټولې سیمې له ثبات او سولې سره مرسته کولی شي.

نوموړي ویلي دافغانستان  جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده او د جګړې ښکېلو لارو ته په کار ده چې د خبرو لپاره نرمښت وښيي. قریشي زیاته کړې چې پاکستان په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ کې همکارۍ ته تیار دی.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*