رحمن رحماني: ټاکنو کمسيون دې خپل بې پريتوب ثابت کړي

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني د ولسي  جرګې په نننۍ غونډه کې ویلي، پر واټونو د زور معلومول د هېچا په ګټه نه دي.

میر رحمن رحماني  وویل، د تېرې ورځې لاریون باید ټولو ته د خطر زنګ وي.  رحماني لاریون د خلکو قانوني حق دی او باید د احتجاج کوونکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

د ولسي جرګې مشر د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه  وغوښتل چې خپل بې پرېتوب ثابت کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې ددوی له رایو سره “خیانت” نه کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې ورځې د لاریونونو په غبرګون کې نن  وویل، د رایو له چاڼولو او بیا شمېرنې نه وړاندې نه شي کولاى  چې رایې باطلې کړي.

پرون  په کابل کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو لاریون وکړ او “د ټاکنو کمېسیون له خوا د قانون ماتولو” پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د لاریون په پای کې د ثبات او همپالنې ډلې په خپل پرېکړه لیک کې د بې بایومتریکه ۳۰۰ زره رایو پر ابطال ټینګار کړی چې که ونه شي د دوی په وینا “د ټاکنیز سیاسي بحران مسؤلیت” به یې د ټاکنو د کمېسیون پر غاړه وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*