دعراق لومړى وزير عبدالمهدي خپلې دندې پرپېښودو ته اړ شو

په عراق کې له څو اوونۍ پرلپسې خونړیو لاریونونو وروسته د عراق  لومړي وزیر عبدالمهدي ويلي دي چې خپله استعفا به پارلمان ته وړاندې کړي

د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، لومړی وزیر به پارلمان ته خپله استعفا وړاندې کړي چې غړي یې نوی حکومت وټاکي.

د عراق لومړي وزیر د استعفا د پریکړې خبر وروسته له هغه خپور شوی چې د هغه ځای شعیه عالم او مفتي ایت الله علي سیستاني د نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ددې غوښتنې په ځواب کې د لومړي وزیر په لاس لیکل شوي خط کې ویل شوي، نوموړی به له پارلمانه وغواړي چې دده استعفا ومني.

په لیک کې نه دي ویل شوي چې نوموړی به کله خپله استعفا وړاندې کوي.

په عراق کې شیعه عالمانو د لاریون کونکو پر ضد د زور کارونه غندلي او د یوه نوي حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*