افغان سوک وهونکي سهیل احمد خپل انګلیس سیال ته ماتې ورکړه

افغان سوک وهونکي سهیل احمد مغلزي د انګلستان په پارک هال کې خپل انګلیس(انگريزي) سیال ډایلین ډراپر ته ماته ورکړه.

سهیل په درېیم رونډ کې خپل سیال ‘ناک اوټ’ کړ او خپله ۱۴مه پرلپسې بریا یې ثبت کړه.

دواړه سیالانو سخته سیالي وکړه، خو په درېیم پړاو کې افغان لوبغاړی وتوانېد چې خپل سیال په ګونډو کړي او لوبه یې وګټله.

سهیل احمد د خپل فیسبوک پر پاڼه د خپلې بریا خبر خپور کړی او له خپلو مینه والو او د هېوادوالو د هڅونو له امله یې مننه کړې.

نوموړې ویلي، چې تر اوسه یې ۱۵ لوبې کړي او له دې ډلې ۱۴ یې ګټلې دي.

نوموړی د ننګرهار ولايت دی او په لس کلنۍ کې لندن ته تللی دی.

ښاغلي احمد وویل، ۱۱ کلنۍ کې یې ورزش پیل کړی او له هغه راهیسې سخت زیار باسي چې د افغانستان نوم د ورزش په برخه کې په نړیواله کچه لوړ کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*