افغانستان ته اروپايان او امريکايان بې موجبه راغلي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

اوس په افغانستان او عراق کې دامنيت د راوستلو بخت ازمايي ده او له دې هرڅه رامنځته کيداى شي‏

کلونه په جګړه تېرول او پاتې راتلل ورسره دي .‏‎ ‎داسې هم کيداى شي لکه چرچل ددوه يمې لويې جګړې په پاى کې چې ‏اتيا ميليونه جرمنيان، روسان ، فرانسويان ، انګليسان، امريکايان او نور ووژل شول داسې يې وويل دا يوه بې ضرورته ‏جګړه وه دا ځل هم کيداى شي چې دا خبره وويل شي . ‏
کمونيستې روسيې بې ضرورته حمله وکړه اروپايان او امريکايان بې موجبه راغلي . ‏
کومه کلمه چې دپورتاژ پر نوم په دې ليکنې کې راغله مونږ که نه پوهيدلو او زمونږ ناپوه چارواکي نه پوهيدل اروپايان ‏او امريکايان پوهيدل او پوهيږي زمونږ له عراق سره اړيکې ډيرې لرغونې دي که پرې پوهيداى چې يوه ورځ به په يوې ‏لويې لومې کې نښلو خپلې اړيکې بۀ مو ټينګې ساتلاى .‏
لکه ونښلي مرغى په سست دام دسلو لومو
هسې رنګ پريشانو زلفو کيستم په کشاله کې
دا چې له دې کشالې څنګه او کله وځو ؟ دا کار پر هوښياريو نه کيږي ژور سوچ او کلک عزمونه په کار دي امريکا چې ‏يو زبر ځواک دى دبش له سياست سره دټولې نړۍ سياسي رنګ بدل شويدى که پورتاژ چې هماغه دده ا قتصادي اډې ‏وي د امريکې او اروپا په لاس کې پاتې شي چين او روسيه ، هند ، ايران او جاپان دوى به يو څه وکوي داسې ښکاري ‏روسيه دامريکې له نظره دومره توان نه لري . ‏
بش يوځل وويل چې زمونږ پوځونه د روسيې پر سرحداتو پوځي مانورې کوي چين او هندوستان دامريکې مرستو ته ‏ناست دي چې څه امتيازونه ورکوي اوس يواځنۍ لاره دا پاتې ده چې دننه په امريکې کې بدلون راشي او هغه دامريکې ‏دخلکو مخالفت دى له جګړې سره چې په هغه کې لومړى عراق او کله افغانستان هم يادوي . ‏
که دافغانستان اوسنۍ حکومت له پاکستان څخه سر ټکوي دا هم بې ځايه نه ده په پاکستان کې چې څه روان دي ‏پاکستان تراوسه دهند له پلوه ډاډه نه دى او نه شي ډاډه کيداى .‏
پاکستان له افغانستان سره ډيرې اړيکې لري چې هغه د پښتنو شتون دى په پاکستان او افغانستان کې دوه يمه اړيکه ‏تاريخ دى چې هغه داسلام تاريخ دى يعنې دغزنويان ، غوريانو او ابداليانو تاريخ امريکا معتدل اسلام يادوي چې دوه ‏اسلامه نه شي کيداى همدا ډول معتدل پښتانه چې ابدالي معتدل او غلځي کلک بولي او دا خبر ې هغه خلک کوي ‏چې اوس دامريکې په لاس کې دي او داخبره دپښتانه لپاره ښه نه ده ‏
پښتون پيوستون غواړي نه بېلتون .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*