دډاکټر عبدالله پلويانو په كابل كې لاريون پيل كړ

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن سهار په كابل ښار كې لاريون پيل كړى دى.

د دې ډلې لومړى مرستيال عنايت الله بابر فرهمند ويلي دي ، تر هغې چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ۳۰۰ زره ناپاكې رايې له سيسټمه ونه باسي، د دغه كمېسيون د كار مخنيوى به دوام ولري.

د نوموړي په خبره، د ټاكنو خپلواك كمېسيون بايد له سيسټمه د ناپاكو رايو پر ايستلو سربېره د رايو د بيا شمېرنې بهير د ټاكنيزو ډلو د څارونكو په حضور كې پيل كړي

. فرهمند زياتوي، ترڅو چې يې غوښتنې نه وي منل شوې، اعتراضونه به يې دوام ومومي. د کورنيو چارو وزارت بيا د قانون په چوکاټ کې د لاريون کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې دا لاريون بايد د عامه نظم او د وګړو د ورځني ژوند خنډ ونه ګرځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*