نړۍ په کوم تاب کې ده

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

افغانستان او عراق پرون او نن ٢٧-٢٨ دغبرګولي ١٣٨٥ ل کال )

نن د غبرګولى ٢٨ په عراق کې دامريکې او دعراق پوځ دبغداد په سل کيلومترۍ کې درومادي ښار پر لوري چې امريکايان تراوسه نه ول ورغلى نظامي يون وکړ لکه چې په افغانستان کې هلمند ، ارزګان ، زابل او پکتيکا کې دوه ورځې وړاندې پيل شوى و اوس يې دګزمې نوم ورکړ .

دافغانستان او عراق ورتوالى هماغه لرغونى کړى دى  چې مينځنى اسيا مديترانه ، افريقا ، هند او چين په کې راځي او هغه ته پور تاژ وايي او دا نوې نه ده .

په تاريخ کې د( تاين بي)  له سترګو دغه پور تاژ داسې څرګند شوى دمصر او جنوب لويديځې آسيا وړل راوړل( راکړه ورکړه)  پر دوه اړخو ګرځيدل يو لوري ته دسوريې شمال فرات او دجلـه بيا مديترانه او بل لوري ته دافغانستان هندوکش غرونه چې دسيحون او جيحون حوزه له سند سره بيا دکسپين غاړې افغانستان او بين النهرين دسوريې له شمال سره دچين سينکيانګ بيا هند دسليمان دغرونو له لارې نښلوي .

په دغه پور تاژ کې مينځنۍ اسيا افغانستان او عراق هغه ځايونه دي چې که امريکا او اروپا پر يو ګډ منطق او ښيګنې ترلاسه  کړي واى هم کيداى شو او دغه څير چې اس روان دي په دې حالت کې چين ، روسيه ، هند او ايران خپله بقا او پايښت ساتي او د حالاتو څيړنه کوي که وکولاى شي اروپا او امريکا وساتي .

افغانستان کې چې امنيت شو خبره اوږده شوه اوس په افغانستان او عراق کې دامنيت د راوستلو بخت ازمايي ده او له دې هرڅه رامنځته کيداى شي

کلونه په جګړه تېرول او پاتې راتلل ورسره دي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*