ټرمپ دجګړې دتاوان له امله دسولې خنډ دى 

ليک : س ، سيرت

پر افغانستان دروسيې يرغل را هسې امريکا په افغانستا کې دسولې مخالفه ده جهادي تنظيمونه يې په افغانستان کې دافغانانو دبري او مقدس جهاد دکاميابۍ سره نه بلکې دخپل سياسي او جنګي سيال په مقابل کې ئې هرڅه کول نړيوالو او خپله کمونستانو له واکه بې واکه کيدا وروسته ومنله چې د ١٣٥٨ دثور د ٧ کودتائې ستره تېروتنه وه يواځې دګوتو په شمير دکارمل او ترکي په مشرۍ کمونستان دکمونيزم دنظرئې پلويان وو نور ټول افغان ولس ئې مخالف ؤ دروسيې يرغل دوه کاله وروسته نړيوالې ټولنې افغانستان ته دسولې او امن لپاره دپخواني بادشاه ظاهر شاه په راتللو او روسانو دوتلو هڅې پيل کړې،  خو امريکا وه چې ګلبدين حکمتيار ئې په دې خاطر چې په افغانستان کې سوله او امن رامنځ ته نشي دظاهر شاه مخالفت ته ئې هڅاوه او هم ئې جهادي قيادت په سلګونو ډلو وويشه .

په افغانستان کې دکمونستي نظام دنسکوريدا وروسته امن او سوله ډاډمنه وه خو امريکا د جهادي يو شمير مشرانو ترمنځ دومره داختلاف کرکه  پيدا کړى وه چې داسلامي نظام دنفاذ پر ځاى دقدرت په جګړه کې سره ښکيل شول امريکا په همدې خاطر چې په افغانستان کې دعراق او سورئې حالت رامنځ ته کړي مرکزي  اسيا ته لار وکړى دطالبانو دامن نظام ئې داشغال سره له منځه يوړ  چې په خوله دسولې نوم اخلي خو په حقيقت کې جګړې ته دوام ورکوي په ٢٠١٤ کې چې دامريکا جمهور رئيس   اوباما په افغانستان کې  دناټو، دپريکړو په اساس دبهرنيو پوځونو جنګي ماموريت پاى ته رسيدلې اعلان شو

خو ټرمپ بيا په افغانستان دجګړې پالسي په نوى ستراتيژۍ روانه وساتله لومړۍ خو دامريکا او افغانستان ددښمنانو لخوا هغه افغان پوهان چې څو افغان پرې را ټوليدل جهاد په دوران کې په يو او بل نوم ووژل شول افغانستان په کورنيو او خپل منځى جګړو کې کنډواله شو اوس چې کوم پوهان او دخپل برخليک ټاکلو دنظر خاوندان پاتي دي هغه هم داحمد وحيد مژده  په څير وژل کيږي چې همدغه دټرمپ دوحشت او په افغانستان کې دسولې دخنډ او ځنډ پروسه ده

ټرمپ دجمهوري رياست دانتخاباتي کمپاين په دوران کې امريکائي  ولس ته وعده ورکړى وه چې دافغانستان دمالي او ځاني تاوان  او جګړى پاى ته رسيدا لپاره هڅې به ئې دکار لومړيتوب وي خو ٢٠١٨ م کال د مارچ په ٦ مه دجنوبي او منځنى اسيا لپاره دبهرنيو چارو په وزارت کې مرستيالي وزيرې ايلس ويلز وويل ټرمپ طالبانو سره خبرې نه کوي له منځه يې وړي که طالبان خبرې کوي دکابل حکومت سره  دې  يې وکړي طالبان هڅه کوي چې دکابل حکومت سره خبرې  ونه کړى  خو ټرمپ ئې په بيلا بيلو نومونو په دې خاطر چې په رسميت يې وپيژني خبرو کولو ته اړ کړي .

امريکايان او په ځانګړى توګه ټرمپ په افغانستان کې دباييلې او تاواني جګړې ځان خلاصوي خو دا هڅه کوي چې کوم پوهه او ملي فکر خاوند له وژلو پاتې وي هغه په يو او بل نوم ووژني څو دسولې پر مهال له امريکا د ١٨ کالو پر افغان ولس دتپل شوي جګړې تاوان ونه غواړي .

که تش په نامه جهادي مشرانو خپلوکې  سره داقتدار په جګړه نه وواخسته شوي له روسانو ئې هم  تاوان اخستلاى شو .

اوس چې ټرمپ دسولې پر مخ خنډ دى  له تاوان مشرطه سولې انديښنه ورسره وه او په افغانستان کې خو دهر يرغلګر ځان دافغانان دنفاق په صورت کې دجګړې له تاوانه ساتلاى دي .

که په موجوده مذاکراتو کې مرکيچيان دنړيوالو مذاکراتو له تاريخه خبرواى امريکا ته به ئې دجنګ د تاوان د ورکړى شرط ايښودى واى  موجوده مرکيچانو ته څه معلومه ده چې په اروپا کې مذاکرات او دسولو تړونونه په کومه شرايطو شويدى ؟ يونان ، ترکيې يو ګو سلاويا او  رومانيا څه ډول مذاکرات او دسولې معاهدې کړي ؟

کاش چې په افغان مرکچيانو کې له نړيوالو معاهدو او مذاکراتو با خبره اشخاصو موجود واى  چې امريکا ئې د ١٨ کلنې جګړې تاوان ته قانع کړي واى  کله چې دلومړى نړيوالې جګړې پر تباهيو کنترول لپاره داور بند اعلان په ١٩١٨ د ١١ نومبر وشو نو په ١٩١٩ دجون په ٢٨ مه په جګړو کې دښکيلو هېوادونو ترمنځ دسولې مذاکرات پيل شوى . په معاهده کې جرمنى ، دجنګ په پيل سره نړيوال بنسټ ( ليګ افرنيشن) جرمنى څخه ٣١،٥ ميلونه ډالر تاوان په ورکولو معاهده لاس ليک کړه .

ټرمپ سوله کوي خو د تاوان د ورکولو په انديښنه چې ورباندې شرط کيښودل شي دسولې په وړاندې خنډونه پيدا کوي کله وائي  سوله کوو او کله د مذاکراتو انکار کوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*