داسې شونتيا شته چې دچين غونډه وځنډيږي

د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي رسنيو ته  ویلي چې د افغان سولې په اړه دچين د بیجینګ په جوړیدونکې غونډه کې خنډ رامنځته شوی دی داسې شونتيا شته چې د چين په   بیجینګ کې پر افغان سولې کيددونکي  غونډه وځنډيږي

دغه چارواکی چې نه يې غوښتل خپل نوم يې څرگند شي ويلي دي ، ستونزه د افغان حکومت له خوا د ګډونوالو د برابر شوي لېست او د غونډې د ايجنډا د څرنګوالي پر سر را ولاړه شوې.

دغه طالب چارواکی وایي، افغان حکومت هڅه کوي چې د بیجینګ غونډې ته د بین الافغاني مذاکراتو بڼه ورکړي، خو د ده په باور، د بیجینګ ناسته له سره یوازې دیالوګ ته ځانګړې شوې وه، او هغه داسې چې ګډونوال به یې له کومې پریکړې پرته خپل نظرونه څرګندوي.

بل لورته د سولې په برخه کې د افغان دولت وزارت وایي، دوی له خپله اړخه د بیجینګ غونډې ته چمتوالی لري او د کوربه هېواد او طالبانو د چمتوالي د اعلان په تمه دی.

یاد وزارت وایي، دوی دغې غونډه کې د ګډون کوونکو لېست هم جوړ کړی، خو د طالبانو دغه چارواکی وایي، د افغان حکومت لخوا لېست داسې جوړ شوی چې برحاله لوړپوړي حکومتي چارواکي په کې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*