ټرمپ: په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير کموو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له امریکایۍ فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، له افغان طالبانو سره پر یوې نوې هوکړې کار کوي. ولسمشر ټرمپ ویلي، تېر ځل هم دوی هوکړې ته نژدې شوي وو،  هغه مهال هوکړه ونشوه.

ولسمشر ټرمپ همدا راز ویلي، دی د سولې لپاره کار کوي او په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر به کموي. د هغه په وینا، په سوریه کې یې هم د امریکایي پوځیانو شمېر کم کړی، خو د تېلو سیمې یې خوندي کړې دي.

فاکس نیوز تلویزیون سره په یوه غږیزه مرکه کې ولسمشر ټرمپ وویلموږ افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کموو. له طالبانو سره پر یوې هوکړې کار کوو. ګورو چې څه کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*