ولسي جرګه: د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د دوو میاشتو ځنډ د شرم وړ دى

د ولسي جرګې غړو د خپلې  غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي  چې د ټاکنو کمیسیون د قانون پر خلاف د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان په پرله پسې توګه ځنډوي او ددې وړتیا نه لري چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړي.

دوی د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د دوو میاشتو ځنډ د شرم وړ وباله او په خبره یې د نړۍ په هېڅ ځای کې د پایلو په اعلان کې ددومره ځنډ مثال نشته دی.

دوی پر کمیسیون غږ وکړ چې خپله خپلواکي وساتي او د خلکو رایو ته درناوی وکړي. د ولسي جرګې غړو ټینګار وکړ چې کمیسیون دې د ټاکنیزو نوماندانو ملاتړ پرېږدي او په بې پرې توګه دې لومړنۍ پایلې په خپل وخت اعلان کړي.

دوی کمیسیون په خپلو اوسنیو چارو کې ناکام وباله او په خبره یې هیله لري چې دوی وکړی شي چې ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*