مونږ افغانستان د افغانانو لپاره غواړو

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
په ١٣٤٣ لمريزکال کښې د اساسي قانون له مخې گوند جوړولو او سياسي فعاليتونو اجازه وموندله. يو شمېر هېوادپالوپه کښې هڅه وکړه ،چې څه ناڅه د وطنپالنې تکل وکړي.ددوى لومړۍ څرگندونه داوه : مونږ افغانستان د افغانانو لپاره غواړو .بيا يوه وويل : دغه يوه جمله دې مرام شي ؛ځکه يو شمېر خلکود پانگه والۍ لارخوښوله ، يو شمېر غير پانگه والي ،چې سوسيالستي اوډيموکراسي يا شرقي او غربي ورته ويل کيدل .نورو دا خوښه کړه ،چې نه دا او نه هغه ؛مونږ افغانستان د افغانانو لپاره غواړو ! څنگه يې،چې افغانان غواړي افغانستان کښې لومړنى لارښودلى اقتصاد وټاکل شواو يوه فرانسوي کلمه (اکانومي دريژه) (اقتصاد رهبري شده ) چې دولت به اقتصادي پلانونه جوړوي . دولت او خلک به گډه پانگه کاروي .د سردار محمد داود دوره همداسې وه او عبدالملک عبدالرحيم زى د ماليې وزيرو،چې ددغه ډول اقتصاد پلوي يې کوله.? ده وکولاى شول ،چې لومړى پنځه کلن اقتصادي پلان برياليتوب سره تر سره کړيدا بېله خبره ده ،چې ناټو محمدداود سور شهزاده وباله او هغه يې استعفى ته اړ کړ .محمدداودپاچا ته يو وړانديز وړاندې کړ،چې لومړى دى يو گوند راشي؛ بيا دوه يم؛ځکه ، چې يوه څارنه بايد وي ،چې ژر سروا نه خلياو اقتصاد دې هم هماغه نيم دولتي وي .داسې ترتيب ونيول شو ،چې محمدداود نوره موقع ونه مومي اوعبدالملک خان ،خويې ليا مخکې بندي کړاى و.کله ،چې د((افغان ملت ))جريده خپره شوه، عبدالملک عبدالرحيم زي خپلې اقتصادي ليکنې(( افغان ملت)) ته ورکړى کله ،چې نور احمد اعتمادي له ولسي جرگې دويسا رايې اخستلې، پخپله وينا کښې يې وويل :مونږ افغانستان افغانانو لپاره غواړو. دغه مهال پرده نيوکه وشوه ،چې داديوگوند شعار دى.يعنې مطلب يې(( افغان ملت )) گوندو. اعتمادي وويل: هرڅه،چې وي ،زه افغانستان د افغانانو لپاره غواړم .د ((افغان ملت)) مشر ،چې د بريښنا دلوى شرکت مشر او ريس و، له کاره گوښه? کړاى شو او عبدالملک عبدالرحيم زى دوه ويشت کاله په بندکښې پاتې شو.عبدالرحيم زي وليکل ،چې محمد داود افغانستان داسې کندې ته سم کړ که دغه کندې ته ولويد بيايې د نړۍ هيڅ طاقت ايستلاى نه شي.پر١٣٥٢ ل کال ،چې محمد داودپه کودتا کښې راغى،په ((افغان ملت)) کښې ليا د عبدالرحيم زي ليکنې خپرېدلې،چې ليکوال يې مسوول مديرو.دامهال دافغانستان د يوسلو پنځوس کسانو نومونه محمدداود ته ورکړل شول ،چې ونيول شي؛ ځکه دوى د چنگاښ د ٢٦ نېټې انقلاب ته وفادار نه دي.محمدداود وويل : د١٣٥٣ لمريزکال د چنگاښ له ٢٦ نېټې څخه مخکې،چې چا څه کړي ، څه ورته نه وايو. که له دې نېټې وروسته څوک څه وکړي ،هغه سره به گورو.سردارمحمد داودخان بيا پر خپلې پرېکړې پښمانه و، خو څه يې کولاى نه شول .يومنصبدار ورغلو، محمد داود ورته وويل ،چې ظاهرخاني لاړه . منصبدار رسم تعظم ورته وکړ او ويې ويل ،چې صاحبه! ما هغه سره د وفادارۍ لوړه کړې وه .محمد داود له دې خبرې خوښ شو او هغه ته يې شاباسى ووايه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*