سید قریب الله سادات: حکومت دهدفي وژنو په مخنیوي کې ناکام دى

په افغانستان کې د هدفي وژنو د چارو کتونکو غبرګونونه راپارولي دي.د دې ډول وژنو  تر ټولو وروستۍ پېښه  یې په کابل کې د سیاسي شنونکي او لېکوال وحید مژده وژنه ده.

په روان کال کې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې دیني عالمان، ځیني اوسني او پخواني دولتي چارواکي، سیاسي فعالان او ځیني نور بانفوذه کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د چارو یو شمېر کتونکي وایې چې وروستیو هدفي وژنو د خلکو اندېښنې ډېرې کړي او حکومت د دغه راز وژنو په مخنیوي کې ناکام بولي.

سیاسي شنونکي او د لوګر د ولایتي شورا غړي سید قریب الله سادات، د هدفي وژنو دوام اندېښمنونکی وباله او زیاته یې کړه چې دغه راز وژنې د سولې بهیر زیانمنولی شي. سادات وايي، چې دا وژنې په افغانستان کې په بېلا بېلو نومونو جنګېدونکې ډلې کوي چې ترشا یې بهرني استخبارات ولاړ دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*