د امریکايي پوهنتون استادانو راخوشې کولو کې قطر  مهم رول لوبولی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې قطر د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په هڅو کې یې مهم رول لوبولی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو لخوا د ښه نیت د دې اقدام هرکلی کوي.

چارواکو ویلي چې کېنګ او ویکس جرمني ته رسېدلي او هلته د امریکا په یوه پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*