د اسراییلو لومړى وزير نتن یاهو مجرم وبلل شو

د اسراییل څارنوالۍ داسراييلو هېواد لومړی وزیر د بډو، چلوټو او له عمومي باور په ناوړه کار اخیستو رسمي تورن کړ.

لوی څارنوال اویخای مندلبلیت له میاشتو قضايي پلټنو وروسته د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړه.

دا د اسراییل تاریخ کې اول ځل دی چې د دغه هېواد واکمن لومړی وزیر مجرم بلل کېږي.

بین یمین نتن یاهو تورن دی چې په خپله ګټه د مثبت خبري پوښښ لپاره یې د اسراییل د خصوصي رسنیو څېښتنانو ته کرېډېټ بښلی او بل دا چې له شتمنو کسانو یې د لکونو ډالرو په ارزښت ډالۍ بې قانونه ترلاسه کړې وې.

ښاغلي نتن یاهو دا تورونه رد او سیاسي بللي دي.

نوموړی وايي، مخالفان یې غواړي په کودتا سره یې له دندې ګوښه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*