په ننگرهار کې د کورنۍ شخړې له امله ۹ کسان وژل شوي دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي چې د  ننگرهار ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ په بداکڅ سیمه کې  د ورښمین او انور د کورنیو ترمنځ شخصي نښته کورنۍ  نښته شوې چې له امله  نهه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې ټپیان تر درملنې لاندې دي او پولیسو د عاملینو د نیولو لپاره کار پيل کړی دی. دا چې دغه شخړه د څه پر سر رامنځ ته شوې ده خوږیاڼي یې په اړه څه نه دي ویلي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*