طالبان: انس حقاني اوملګري يې نه دی سپارل شوي

افغان حکومت چې تیره ورځ دسراج الدین حقاني د ورور او دوه نوروملګرو دپریښودو خبر ورکړ طالبان وايي چې د دوې بندیان ټاکلي ځای ته نه دی سپارل شوي ځکه دوې هم نه غواړي دکابل پوهنتون دوه استادان له بنده پریږدي.
په کابل کې اشرف غني خبري غونډې ته ویلي وو افغان حکومت دخپلو همکارو هېوادونواو په ځانګړې توګه امریکاسره په مشوره انس حقاني او ملګري ېې ددې لپاره له بنده پریږدي چې طالبان دکابل پوهنتون دوه استادان له بنده خلاص او هم افغان حکومت سره دسولې مخامخ خبروته غاړه کیږدي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیوته ویلي چې دوې ته خپل بندیان نه دی سپارل شوي ځکه دوې هم نه غواړي دکابل پوهنتون دوه استادان له بنده خلاص کړي.
یوشمیر رسنیو دانس حقاني او دهغه دملګرو په اړه ویلي وو چې قطرته رسیدلي خو د طالبانو په وینا چې داوس لپاره افغان حکومت سره دبندیانو تبادله ځنډلې ده ځکه د دوې بندیان نه دي پریښودل شوي،
دانه ده روښانه چې دابه څه شوي وي چې دبندیانوتبادله ېې وځنډوله.
له بلې خوا داشرف غني میرمن رولاغنی په واشنګټن کې د سولې په انستیتیوت کې دخبرو پرمهال ویلي نه پوهیږي چې کومې خوابه خپلې ژمني نه وي پوره کړي ، تازه راپورونه وايی چې انس حقاني او ملګري ېې بیا زندان ته رسول شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*