په امريکا کې سياسي ګوندونه ډير دي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد‏

د افغانستان دولسي جرګې څو تنه غړي امريکې ته راغلي چې په امريکا يې ژوند کې څه معلومات ترلاسه کړي

ايران او امريکا هم نژدې شوي دا ټول دامريکې دکانګرس دټاکنو په موخه دى چې دنوامبر په مياشت کې ترسره کيږي

په امريکا کې سياسي ګوندونه ډير دي هغوي نه شي کولاى چې کوم بل ګوند سره يوځاى شي او حکومت جوړ کړي خبره په همدغو دوه ګوندونو کې ده چې ديموکرات او جمهوري پلوه دي کله چې په افغانستان کې دطالبانو حکومت و دلته افغانانو دميرمنو دچادرۍ مساله دومره غټه وښودله چې نارينه و چادري ګانې پر سر کړې او مظاهرې ته ووتل .

يوه چادرې يې ټوټې ټوټې کړه ،، هر ټوټه يې چې دوه ګوتې وه په دوه ډالره خرڅيدله  همدا يې ويل چې چادري ميرمنو ته سالنډي پيدا کوي، فلمونه کتابونه او ډرامې جوړيدلې تراوسه پورې دميرمنو خبرې چې حقوق يې تر پښو لاندې شوي کيږي

يوه ورځ يوه پوه افغان ته چا وويل چې صاحبه ته خو ډاکټر يې پر هر څه ښه پوهيږي افغانستان کې لوى شوي يې يو سړى لوګرى وي ښځه يې ورپسې وږي ټولوي دغه سړى خپلې ميرمن ته څه حقوق ورکړي ؟ دا ټولې خبرې په ګړندي قضاوت پورې اړه لري .  اوس ګورئ څه حال دى ؟ کتابونه شته ټولګي نشته او معلم معاش نه لري امنيت نشته ډيرې نجونې له بدې ورځې پر کورونو  ناستې دي دبلخ دنجونو ليليې ته پوليس ورځې څوک ويسا کولاى شي چې خپله لور داسې ليليې ته وسپاري .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*