په ايران کې زلزله شوې

د ایران په شمال لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د ریښتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې له امله  ۶ تنه مړه شوي او ۳۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه زلزله چې تېره شپه ۲ بجې او ۱۷ دقیقې د ‘میانه’ سیمې په ‘ترک’ ښار کې رامنځته شوې له امله یې د هستوګنې څه باندې ۴۰ کورونه هم تخریب شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې د پېښې له ځایه څه باندې ۴۰۰ کورنۍ تبریز ښار ته رسېدلي دي.

د دغه زوروې زلزلې ټکانونه د مرکز تهران ترڅنګ د ایران په ګڼو لیري پرتو سیمو کې هم احساس شوي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*