د راز نياز تصوف

ليک : س ، سيرت

شپږمه برخه

لوړ مقام رسيدو ته غوره لار دالله او دالله درسول په وېنا عمل کول دي او له هغو کړنو يا اعمالو پرهېز کول دي چې داسلام په مقدس دين کې ترې منع شويده ،تصوف کوونکو د  نيکو اعمالو سرته رسولو او له بدو اعمالو پرهېز کولو  لپاره دوه طريقې يا لارې لري

لومړى دا چې کله يو انسان په ريښتنې توګه دالله بندګۍ ته ملا وتړي  بيا دوخت په  تېريدو سره ئې اعمال ريښتنې او سالمې لارې ته برابر وي ،  خو ورسره دنفس تزکيه هم تړلې ده  چې دنفس تزکيه نه وي هيڅ وخت دنيکو اعمالو اراده په زړه کې نه راځي او چې کله دنفس تزکيه وشي پدې باور پکار دى چې دراز او نياز تصوف لوړ مقام ته هم رسيدل شوني دي .

کله چې يو عبادت کووونکى دخپل رب عبادت کوي او په دوام يې دانسانيت ، کرامت او تصوف لوړ مقام ته رسيدل هدف وي  بايد د عباداتو ريښنتى وختونه وپيژني هسې خو دالله عبادت هر وخت  وي خويو عبادت کوونکى کولاى شي چې دې  مقام ته رسيدلو په لارو هم پوهه وي .

دشپې عبادت تر هره وخته بهتر دى  يواځې او يواځې هغه څوک دې ګوري چې عبادت ورته کوي، بيا دشپې په عبادت کې د سهار له سپيده دغه تر لمر ختو پورې وخت ته  شريف وخت ويل کيږي

دشپې او سپيده داغ پر مهال عبادت  دريا څخه خلاص وي

الله تعالى دسهار پر مهال قسم کړيدى او کله چې يو عبادت کوونکى يا د راز او نياز دتصوف طلب کوونکى دشپې له خوبه بيدار شي بايد ووايي  دهغه دالله ثنا او ستاينه ده چې پس له مرګه (خوبه ) ئې را ژوندى ( بيدار) کړم

په پښتو کې ويل کيږي مړ او ويده يو شان وي،  عبادت کوونکى دي پدې باوري وي چې مرګ او ژوند دواړه دالله په واک کې دي .

د راز او نياز تصوف لوړ مقام رسيدو ته بله لار استغفاريا  له خپله خدايه دګناهونو عفوه غوښتل دي .

کله چې يو انسان په ريښتنې توګه دخپل رب العزت څخه دګړو ګناهونو عفوه وغواړي او بيا دتل لپاره له ګناهونو ځان وساتي دنفس تزکيه رامنځ ته شي، هغه انسان چې دنفس تزکيه ئې نه وي کړي هيڅ وخت نه يوازې  دا چې دتصوف مقام څخه به پاتې شي بلکه دالله د رحم او کرم پر ځاى به دکړو ګناهونو په بدل کې په عذاب هم اخته کړل شي .

دراز او نياز تصوف لوړ مقام رسيدو ته دالله درسول داوامرو پر ځاى کولو ترڅنګ پر نبي صلى الله عليه وسلم دورد شريف ويلو سره تصوف ته لاره موندل کيږي

دا مقام هغه وخت موندل کيږي چې دسهار سنت په کور کې وکړل شي  دجمعې لمونځ وروسته تر لمر ختلو پورې استغفار او بيا درود شريف وويل شي

الله تباک تعالى دالاحزاب په سورت کې فرمائي الله او دغه پرښتې پر پيغمبر باندې درود وائي اى مومنانو تاسې هم پر هغه  درود ووائئ

په دې آيت شريف کې دصلواة په کلمه کې دعا او استغفار هم راځي، چې په استغفار سره دنفس تزکيه هم په لاس راتلاى شي . دالله په دربار کې ددعا دقبليدا وسيله استغفار مهمه وسيله ده  چې دراز او نياز دتصوف مقام رسيدو ته لومړى پوړۍ ده چې کله دنفس تزکيه موجوده وي ډير څه ترلاسه کيداى شي .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*