حبیب الرحمان ننګ: ۸۵۰۰ محلونو رایې به بيا وشمېرل شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ ويلي ، د ولسمشرۍ ټاکنو ۸۵۰۰ محلونو رایې به له سره وشمېرل شي، خو په ورته مهال اندېښنه ښيي، چې که د یو شمېر نوماندانو څارونکي د دوی د کار پر وړاندې د خنډونو جوړول روان وساتي، د لومړنیو پایلو د اعلان د بیا ځنډېدو وېره شته.

نوموړى  وايي، د دې محلونو د رایو بیا شمېرل د روڼتیا د ډاډمنولو لپاره کوي.

د ټاکنو کمېسون د دارالانشا مشر ددې بهير په اړه وویل د رایو د بیا شمېرلو لپاره هر ډول تیاری نیول شوی دی زياتوي

“موږ نږدې اته نیم زره محلونو رایې ټول افغانستان کې شمېرو، ټول لوجسټیک او مالي او انساني سرچینو تیاری نیول شوی دی. حساس مواد او بیا شمېرلو کې کارېدونکي مواد تیار دي.

د نوموړي په خبره، د درملاګ کمپنۍ د وروستي رپوټ د مالوماتو له مخې منظم نوملړ جوړ شوی او له څو ورځو خبرو وروسته پرېکړه شوې چې دا رایې وشمېرل شي.

حبیب الرحمان وايي، که د نوماندانو څارونکي د دوی کار کې جنجال جوړوي، نو ممکن دا مهالوېش بیا وځنډېږي  دننگ پر خبره ښکاره خبره ده، زموږ ارزونه ښيي چې که موږ یو کار یوه ګړۍ کې کوو، د څارونکو د مزاحمت له امله یې دریو ګړیو کې کوو

د نوموړي په خبره، که نوماندان او څارونکي مزاحمت کوي، یا اقلیمي شرایط نه وي درملاګ کمپنۍ په خپل وخت رپوټ برابر نه کړي، نو دا نېټه بیا هم ځنډېدلی شي.

دا په داسې مهال ده چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون مشرې زهره بیان شینوارې کابل کې خبري غونډې ته وینا کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو پر ممکنه ځنډېدو اندېښنه وښوده د زهره پر خبره

“د لومړنیو پایلو ځنډول له قانون سرغړونه ده او ولس او د شکایتونو کمېسون ته د منلو نه دي”.

مېرمن شینوارې پر ټاکنو خپلواک کمېسون غږ وکړ چې کومې رایې بیا شمېرلو ته اړتیا لري، باید ژر تر ژره یې وشمېري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*