بش وايي سرحدونه نه شو ټينګولى !

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد‏

دامريکې جمهور رئيس وايي چې په سرحدى ولايتو کې دى دامريکې لپاره هغه مهاجر چې دجنوبي امريکا له هېوادونو امريکې ته راځي اوس يوه ستونځه ده چې يوولس ميليونه يې قانونه مهاجر دي .

کله چې انتخابات نژدې شي جمهور رئيس دوي ته يوه لاره جوړ وي چې دوي قانوني کړي بيا هغوي خپله رايه ورکړى، بش ويني مونږ په سرحدو باندې بشپړ کنټرول نه لرو ؟ او يوه لاره يې خلاصه کړه .

بله موضوع چې ده پورته کړي دهمجنس واده نه منل دي چې دوه يمې پلا ټاکنې کې همدغې خبرې ډيره ګټه ورورسوله ځکه مذهبي خلکو يې ملا وتړله

. دلته دکار خبره داده چې دى وايي پر سرحدو کنټرول نه لرو بيا افغانستان او پاکستان يې څنګه درلوداى شي چې غرونه او درې دي

دهمجنس قانوني کيدل همدغسې يو مهال کې راپيدا شي دا طبيعي عمل نه دى چې ولې دي بش په همدې ډول خبره مذهبي خلک وروبولي.

دا ځلې بش دجمهوري پلوو په فکر کې دى چې دى پر هغو اړه لري او دده ورور جب بش چې اوس دفلوريدا والى دى هغه ته لاره جوړوي

دادکورنيو خبره دلته هم اغيزمنه ده لکه دکنيدي کورنۍ يا اوس دبش کورنى او په هندوستان دنهرو کورنۍ .

په افغانستان کې هم امريکا جنوبي سيمې ناټو ته سپاري هغه بيا دپخلاينې لپاره کار کوي .

په عراق کې هم نوى حکومت همدا کار کوي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*