ایمانویل ماکرون: ناټو  په ذهني ډول فلج ده

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون ويلي ، ناټو اتحاد ناټو  په ذهني ډول فلج ده . ایمانویل ماکرون  په اند د دې چارې سبب له ناټو  سره د ده په وینا د مهم ضامن هېواد امریکا کمېدونکې ژمنتیا ده.

دا خبرې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون  له اکانومسټ سره مرکه کې  کړي  نوموړي د بېلګې په توګه وايي  د سوریې له شماله د امریکايي پوځیانو ایستلو موضوع کې له ناټو سره په سلا مشوره کې د امریکا پاتې راتلل دي

نوموړي ټولیزې دفاع ته د ناټو غړو هېوادونو پر ژمنتیا هم شکونه څرګند کړل.

ماکرون دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې ناټو اتحاد د لندن په راتلونکې غونډه کې د خپل تاسیس ۷۰ مه کلیزه لمانځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*