امريکا دالقاعدې پر ٢ چارواکو جايزه ټاکلې ده

امریکا د القاعدې د جګپوړو چارواکیو سعد بن عاطف العولقي  او ابراهیم احمد محمود القوصي  نومونه  د بهرنیو چارو وزارت  د ” عدالت لپاره جایزې  ” په پروګرام کې  شامل کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دى   هر هغه څوک  چې  د القاعدې  ددې دوو تنو  چارواکیو  سعد بن عاطف العولقي  او ابراهیم احمد محمود القوصي  د اوسیدو د ځای په اړه  امريکا  ته معلومات ورکړي او یا د نیولو په برخه کې  مرسته وکړي  ۱۰ میلیونه ډالره  جایزه به ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  العولقي  په یمن کې  د القاعدې   د مشرانو  نه  دی چې د  امریکا پر خلاف يې د بریدونو  اعلان کړی دی.

همداشان  القوصي  په عرب نیمه ټاپو کې  د القاعدې  یو مهم  غړی  دی.

امريکا وايي هر هغه څوک  چې ددې کسانو د اوسیدو د ځای په اړه  د برښنا لیک  او یا ټیلیفون له لارې معلومات ورکړي دا جايزه به واخلي

د سعد بن عاطف العولقي په سر  به ۶ میلیونه ډالره  جایزه  او د ابراهیم احمد محمود القوصي په سر به ۴ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*