رجب طیب اردګان:د ابوبکر البغدادي یوه مېرمن مو نیولې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان ويلي ، د ترکيې  چارواکو  داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي یوه مېرمن نیولې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان دا خبرې په انقره کې د خبرو په پرمهال کړى نوموړي ويلي دي چې  د البغدادي د مېرمن د نیول کېدو په اړه لومړی ځل جزییات په ډاګه کوي.

اردګان وویل، د البغدادي اوښي یې هم نیولی دی.

د ترکیې ولسمشر د امریکا له خوا د البغدادي د وژل کېدو په اړه جزییاتو ته په اشارې سره وویل، امریکایانو د هغه له وژل کېدو سره یو کمپاین پیل کړ خو زه د هغوی برعکس په لومړي ځل دا خبره کوم چې موږ د البغدادي ښځه، خور او اوښی نیولي دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*