بله اوونۍ د ټرمپ د استیضاح په اړه غونډه کيږي

د امریکا د کانګرس ډیموکراټ غړو ويلي دي ، د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د پلټنو په هکله لومړنۍ ښکاره غونډه راتلونکې اوونۍ پیلېږي.

په لومړیو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې چارواکي شهادت ور کړي.

د ولسي جرګې د دریو مهمو کمېټو غړي تراوسه د تړلو دروازه ترشا د شاهدانو شهادت ټولوي.

د استیضاح په هکله پلټنې پر دې څرخي چې  ټرمپ پر اوکراین فشار اچولی چې د ډیموکراټ سیال جوبایډن او د هغه د زوی په هکله ښکاره پلټنې وکړي.

خو  ټرمپ پر کیف د فشار اچولو لپاره د خپل واک ناسم کارول ردوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*