د راز نياز تصوف

ليک : س ، سيرت
پنځمه برخه ‏
دتصوف لوړ مقام رسيدو ته بيلا بيلې لارى دي خو ددې ټولو لارو پيژندل هم څه اسانه کارنه دى په ړومبى سر کې ترهر څه ‏عقيده او پاک نيت لازمي دي بيا ورسره دخپل مرشد ، اطاعت تړلې دى خو ددې اطاعت هم لارى شته هغه چا چې په ريښتنې ‏توګه دالله او دالله درسول تابعدارۍ ته ملا تړلي وي هغه دخپل پير او مرشد دتابعدارۍ په معنى او مقصد هم پوهيږي کله چې ‏يو انسان په ريښتنې توګه وغواړي ځان دراز او نياز تصوف لوړ مقام ته ورسوي دهغه اراده بايد پاکه وي دټولو مذاهبو او ‏مسلکونو درناوى پر ځان فرض وګڼي که يو صوفي دبل مسلک درناوى ونه کړي هيڅ وخت به يې دتصوف لوړ مقام درناوى ته ‏بل مسلکى قانع نشي . ‏
مونږ دتصوف دلوړ مقام رسيدو لپاره تر هر څه عقيدى ته باور ورکوو دالله او دالله د رسول اوامر پر ځاى کولو سره دانسانيت ‏دلوړتيا ټول مقامونه ترلاسه کولاى شو، هغه څه چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم مونږ ته د دواړو جهانونو دکاميابۍ لپاره ‏پرې ايښي دي پر هغې عمل وکړو او ټولې کړنې ئې دژوند دکاميابۍ لار وګرځوو په ځنې ځايونو کې چې داسلام دښمنان ‏دمسلمانانو ترمنځ دنفاق را پيدا کولو هڅي کوي
‏ دهغو ددښمنانه پر پاګنډى او نفاق اچولو ځانونه وژغورو په پاک نيت او پاکه عقيده داسلامي امت دکاميابۍ لپاره دحضور ‏اکرم هرې وينا ته په زړونو کې ځاى ورکړو . ‏
دبدر دغزا او نورو غزاګانو پر مهال چې حضور اکرم صلى الله عليه وسلم چې مونږ ته څه درس پريښى دى پر هغه عمل يواځې ‏دباور پورې اړه لري مخالفت او شکونه دعقيدى دنه لرلو او بدنيتۍ معنى لري ‏
د بدر د غزا پر مهال چې دقريشو سرداران وژل شوي وو شمير يې ٢٤ تنو ته رسيده .‏
د درى ورځو تېريدو وروسته حضور اکرم صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو ته دبدر غزا ميدان ته دتل وفرمايل مسلمانانو ‏دقريشو ٢٤ مشران په ژور کنده (څاه ) کې له وژلو وروسته اچولې ؤ حضور کرم صلى الله دژورى څاه پر سر ودريد وژل شوو ‏کفارو ته يې دفلاني ولد فلاني په نوم وويل : ايا بهتره نه وه چې دالله او دالله درسول پيروي مو کړى واى ؟ ‏
هغه څه چې الله مونږ ته وعده راکړى وه مونږ ته ورسيدل هغه څه چې تاسې سره وعده شوې وه تاسې سره وشول دحديث مبارک ‏راوي ابو طلحه وايي له حضور اکرم صلى الله عليه وسلم څخه عمر (رض) وپوښتل بې روحو ( وژل شوو ) ته وينا کول فايده لري ‏؟ نبى کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل ! قسم پر هغه خداى چې زما روح يې په واک کې دى ما چې څه وويل تاسې ئې له هغوى ‏بهتره نشى اوريداى
‏ دلته لومړى عقيده او بيا دالله درسول په ويناؤ او اعمالو په پوره باور عمل کولو سره چې يو انسان دخپل نفس تزکيه کړى وي ‏دراز او نياز تصوف لوړ مقام ته رسيداى شي . که د بدر غزا په څير ورته پيښو کې ديو ويښته په اندازه زړه کې شک پيدا شوى ‏او يا ترې دمسلمانانو دنفاق لپاره شيطاني تبليغ وشو نه يواځې دا چې دراز او نياز دتصوف به محروم شي بلکه ټول ژوند به ئې ‏په شيطانۍ لارو وشميرل شي، غوره داده چې خپل اعمال په پوره او پاکه عقيده دحضور اکرم صلى الله عليه وسلم برابر کړو څو ‏دراز او نياز تصوف لوړ مقام ته ورسيږو .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*