که خلیلزاد ګوښه شو ټرمپ هم بايد ګوښه شي

سرلیکنه
نږدی درې کاله پوره کیږي چې دافغانستان دمسئلې د حل په اړه امریکايي ‏رسنۍ راپورونه ورکوي چې امریکا د طالبانو سره سوله کوي خو په تېرو ‏درېو کالو کې د سولې څرک ونه لیدل شو بلکې جګړه نوره هم ژبغړانده ‏شوه.‏
که څه هم د افغانستان په سوله کې دافغانستان لپاره دامریکا ځانګړي ‏استازي زلمي خلیلزاد د کابل اویوشمیرهېوادونوکوڅې ګز او ګام کړې خو ‏دافغانستان دمشرانو دجرګې د مرستیال په وینا تراوسه ېې هیڅ نه دي ‏کړی باید له دندې ګوښه کړل شي.‏
پرافغانستان چې امریکایی پوځونویرغل وکړ ټرمپ څلورم امریکایی ‏واکمن دی چې واکمني کوي او له کوفي عنانه تردې دمه دملګرو ملتونو، ‏د بشر دحقوقو او ناټودپوځونود دمشرمایک ستولټنبرګ پورې یوه هم په ‏افغانستان کې دسولې په اړه کومه هڅه ونه کړه ځکه په افغانستان کې ‏جګړه نوره هم دوامداره کیږي.‏
که دمشرانو دجرګې دمرستیال په غوښتنه چې له ټرمپ څخه ېې کړې ‏خلیلزاد دې له دندې ګوښه کړل شي دافغانستان په سوله کې ېې خپلې ‏شخصي ګټي په نظرکې نیولې دي ومنل شي نوبیا خو باید ټرمپ هم ‏دخلیلزاد په څیر ګوښه کړل شي، ټرمپ په افغانستان کې د خپل کمپاین ‏دکامیابۍ او انتخاباتوکې دبریا لپاره په ۲۰۱۴م کې په افغانستان کې دپوځی ‏ماموریت پای ته ر سیدل بیا تازه اوجګړه ېې دوامداره کړه .‏
دټرمپ څخه یواځې دمشرانو جرګې مرستیال محمد آصف صدیقي ‏غوښتې چې خلیلزاد دافغانستان دسولې په نوم خپلې ګټې پالی خو د مشرانو ‏دجرګې ټول غړي سره دخلیلزاده د امریکا ټوله اداره له منځه وړل ‏غواړي چې پرافغانستان ېې جګړه دوامداره کړه.‏
په تیرو دریو کالو کې امریکا په وار وار طالبان ملامت کړي چې سوله نه ‏غواړي خو اوس دمشرانو جرګه وپوهیده چې امریکا په افغانستان کې ‏دسولې په نوم خپلې شخصي ګټي په نظرکې نیولي دي، که شخصي ګټو ته ‏وکتل شي له خلیلزاد دمخه باید له دندې ګوښه کړل شي چې له یوې خوا ‏امریکایی ولس اوله بلې خوا افغان ولس له مرګوني او تاواني جګړې ‏وژغورل شي.‏
په دې وروستیوکې ویل کیدل چې خلیلزاد کابل ته د طالبانو سره د خبرو ‏دبیا پېل لپاره کابل ته تللی دی خو راپورونو په ډاګه کړې ده چې خلیلزاد ‏کابل ته د خپلو دوه امریکایي استادانو د خلاصون لپاره سفر کړی دى.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*