د کابل پوهنتون تر ټولو ځوان محصل، ۱۶ کاله عمر لري

سرچینه: کابل پوهنتون

احمد فیصل بارکزی د کابل پوهنتون تر ټولو ځوان محصل، چې ۱۶ کاله عمر لري. د کابل پوهنتون خبریال شعبان رفعت ورسره پوهنتون ته په لارموندنې، راتلونکو برنامو او موخو خبرې کړي.

پدې لیدنه او خبرو کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې تفسیرې هاشمي او مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي او د دې پوهنتون د ځمکپېژندنې پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند عبدالغیاث صافي هم شتون درلود هغه یې د دې پوهنتون یو ځانګړی محصل یاد کړ او هغه ته یې د زده کړو په دوران کې له هر ډول مخکېدونکو ستونزو سره د هر ډول همکاریو د وعدې ډاډ وکړ.

نوموړي په ۶ کلنۍ کې ډېوې لېسې ته لار موندلې او دوه ځلي یې په دوهم او پنځم ټولګي کې د سویې ازموینه ورکړې او لوړ ټولګي ته یې لار موندلې ده. نوموړی په ۱۳۹۷ کال کې له ښووځي څخه فارغ شوی دی او په ۱۳۹۸ کال کې د لوړو زده کړو وزارت په سرتاسري ازموینه کې ګډون وکړ او له دې لارې یې د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې د هایدرولوژي څانګې ته بریالی شو. ښاغلی فیصل وایې، چې د هغه د خوښې رشته کامپیوټر ساینس وه ولې اوس یې ځمک پېژندنې پوهنځي ته لاره موندلې. اوس یې دا څانګه یوه د خوښې او علاقې وړ څانګې باندې ورته بدله شوې ده. نوموړی هره ورځ سهار تر ۲ کیلو مترو واټن، پنځمې ناحیې- د قنبر څلور لارې څخه کابل پوهنتون ته راځي او پدې پوهنتون کې په خپل شتون، د مسوولانو او استادانو چلند، د ټولګیوالو چلند او له درسي موادو څخه خوښي او خوشحالي ښيي.

ښاغلی فیصل د راتلونو موخو په هکله وایې ” اوس پوهېږم، چې له یو لوري د اوبو مسئله تر کومې اندازې د اهمیت څخه برخمنه ده او تر راتلونکې یوې لسېزې به یې ځای په کوم حد کې وي او له بل لوري افغانستان د کرنې او کرنیزو محصولاتو لپاره زیات مناسب دی، په پوره علاقې سره غواړم پدې څانګه کې کار وکړم او که وکولای شم تر دې زیات د هیواد رهبري ته لار ومومم د کانالیزسیون تنظیم، د اوبو مدیریت او د هیواد د اوبو له منابعو څخه قانوني او زیاته ګټه اخیستل به مې د کاري برنامې په سر کې وي او دا زما لپاره لومړیتوبونه دي”.

ښاغلی فیصل د خپلې شپږ کسییزې کورنۍ مشر زوی دی او پلار یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزات کې د برقي دنده لري. جمناسټیک سپورټ، له ملګرو سره لوبې او مطالعې سره زیاته مینه لري او وایې، چې د لومړي سمسټر په ۲۰ فیصده ازموینو یې د ۱۵ تر ۲۰ نومرو تر منځ دي. دی د حکومت د لوړو مقاماتو څخه غواړي، چې د هیواد په لویو ملي پروسو په ځانګړي توګه د سولې په پروسه کې مسوولانه او اغېزمن رول تر سره کړي تر څو دی او د ده د عمر ځوانانو ته زیاته پاملرنه وشي تر څو په چټکۍ سره د هیواد د پراختیا او پرمختیا شاهدان واوسو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*