د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو راپور خپور شو

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا ‘نی’ ويلي دي ، د ۲۰۱۹ کال له پيله یې د خبریالانو پر وړاندې له سلو ډېرې د تاوتریخوالي پېښې ثبت کړې دي.

په ورته وخت کې په یوه تازه درجه بندي کې افغانستان شپږم هغه هېواد دی چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له عاملینو پوښتنه نه کېږي.

د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې د ارزونې پر بنسټ افغانستان له سومالیا، سوریې، عراق، جنوبي سودان او فیلیپین وروسته شپږم هېواد دی چې د خبریالانو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي پر وړاندې ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

دغه بنسټ وايي، د پېښو عاملین هم تر قانوني څار لاندې نه نیول کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې په تېرو ۱۲ کلونو کې له زرو ډېر خبریالان د دندو پر مهال وژل شوي دي چې له هرو لسو پېښو نهو هغو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*