روسانو سره دوستي دافغانانو سترې تيروتنې

س ، سيرت

پنځمه آخرى برخه

دروسانو دماتې او کمونستي وروستي واکمن نجيب دحکومت له نسکوريدو وروسته له يو شمير تش په نوم جهادي مشرانو دواک او ارګ ته رسيدا په خاطر خپلو کې سره په جګړو واوښتل دکابل په مرکز او ټولو ولاياتونو کې دخپل منځي جګړو او ورور وژنو اور بل ؤ امريکا ، روسانو مسلمو ، غير مسلمو هېوادونو او ګاونډيانو په افغانستان کې دوينو بهولو او تباهيو ننداره کوله.
امريکا له يوې خوا په هغو هېوادونو کې چې ننداره يې کوله او له بلې خوا په افغانستان کې داور بلوونکي هېواد په نوم هم ياديدله .
روسانو هرڅه په خپلو سترګو ليدل خو ځانونه يې ناجاڼه کړى وو .
له انګريزانو وروسته روسانو او امريکا په افغانستان کې دسياليو په پاللو سړه جګړه دوينو په تويولو بدله کړې ده
روسان ، امريکايان او دعربو يو شمير هېوادونه چې دروسانو په مقابل کې يې امريکائي وسلې په خپلو نومونو مجاهدينو ته ورکولې، ټولو په افغانستان کې دخپل منځيو جګړو نندارې ته ناست وو چې امريکا د ٩ کالو انتظار وروسته پر افغانستان پوځي يرغل وکړ
دا داسې مهال ؤ چې دافغانانو روسانو سره ددوستى مزي شليدلي وو کمونستان مسکو او نورو غربي هېوادونو ته تښتېدلي ؤ خو دامريکا ديرغل سره بيا دخپل ژوند دتامين لپاره کمونستانو دکرملين پر ځاى سپينه ماڼۍ خپله قبله وګرځوله.
که څه هم کمونستانو د طالبانو په ادارو کې لوړو پوستو کې ځانونه ورځاى کړى وو چې پر کمونستانو باور او ورته ادارې سپارل دطالبانو ستره تېروتنه وه.
دامريکا ديرغل پر مهال کمونستانو په ادارو کې ځاى نيولاى و چې دادى يوځل بيا افغانانو روسانو سره دامريکا په مخالفت يارانه پيل کړه
روسانو تل دافغانانو سره ددوستۍ غږ کړى دى خپل اهداف ئې ترلاسه کړي دي خو د ډيرې بې غيرتۍ دوستانه ئې کړې ده ، روسان دامريکا په مقابل کې افغانانو سره مرسته کوي خو امريکا دروسانو دځپلو لپاره مجاهدينو ته سټيگر ميزائيل ورکړى ، روسان طالبانو ته دټانګ ويشتلو راکټ هم نه ورکوي، هغه پدې دليل چې روسان دامريکا سره په افغانستان کې ديوه نظر خاوندان دي .
روسان افغانان په ځانګړى توګه طالب مشرانو ته ښکاره کوي چې په سوله کې ورسره مرسته کوي زيات شمير په حکومت کې داخل او بهر افغانان دروسانو پنځمې دوستۍ ته خوشحاليږي خو روسان دخپلو اهدافو دترلاسه کولو چې بيا افغانستان ته دمرستو او دوستۍ په نوم لاسونه را اوږدوي وخت په وخت دافغان سولې په نوم دغونډو کوربتوب کوي، روسانو دامريکا په مقابل کې داشرف غني په حکومت کې په لوړو پوستونو کې ديو شمير مسکوه پلوو او طالبانو سره ددوستۍ مزي ټينګ کړي دي
په ٢٠١٨ م کې په قطر کې دطالبانو سياسي دفتر ته بلنه ورکړه چې په ٤ ستمبر کيدونکى غونډه کې برخه واخلي .
په ٢٠١٨م ٩ نومبر په مسکو کې دافغانستان په اړه غونډه او په کې دپاکستان په شمول ٦ اسيايي هېوادونو او دطالبانو ګډون دافغانانو سره دروسانو دوستي تازه کړه
مسکو په دې خاطر چې افغانانو سره ديوه ګاونډي په حيث ښې اړيکې غواړ ي په افغانستان کې دبهرنيو پوځونو په وتلو دسولې هڅې کوي
. په تيرې مياشت اکتوبر په ١٥ ابوظهبۍ کې هم دافغانستان په اړه غونډه وشوه خو دپوټين لخوا دافغانستان لپاره دروسيې ځانګړى استازي ضمير کابلوف دمسکو غونډه يوه کاميابه غونډه وبلله
بله دا چې افغانانو سره دنوي دوستۍ په اثبات دمسکو په غونډه کې چې د افغان مسئلى دحل لپاره ٢٠١٩ داپريل په ٢٥ ئې اعلاميه خپره شوه ضمير کابلوف وويل دامريکا داستازي خليلزاد ، چين استازى بف کشون سره ئې خبرې ګټورې وي .
طالبان چې له داعش سره هر اړخيز اختلاف لري مسکو ورته دداعش دځپلو ډاډ ورکوي دروسيې دبهرنيو چارو دوزير سرګې لاورف په وينا داعش به دسوريې او عراق په څير افغانستان کې هم وځپل شي
په دې او نورو پلمو روسانو بيا دافغانانو سره دپنځمې دوستۍ مزي غځولي دي خو دا مهال په افغانانو کې پاخه سياستوال نشته چې دروسيې ددوستۍ په جامه کې ددښمنۍ له پاليسۍ باخبره اوسي په پټو سترګو په مسکو کې دافغانستان په اړه دغونډو تحليلونو کې روسان خپل خواخوږى دوستان ګڼي .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*