امريکا له اقتصادي زوال سره مخ کيدونکي ده

سرليکنه ‏
امريکا چې د ويتنام په څېر په ډيرو هېوادونو يرغل او جګړې کړي دي په کې ېې د پوځيانو د ‏تاوانونوسره سره اقتصادي تاوانونه هم کړي دي په جګړه کې دسر او مال دواړه تاونونه دواړو ‏خواو ته اړول کيږي، خو امريکا چې تل ېې په نورو هېوادونوتېرې کړې زيات تاوانونه ېې هم ‏ليدلي دي .‏
امريکايي پوځيانو به مخکې ويل چې په ويتنام کې ېې هم اقتصادي تاوانونه او هم ېې په پوځي ‏ډګرکې ماتې وخوړه خو اوس د افغانستان په جګړه کې له امريکايي پوځيانو د ويتنام ‏تاوانونه هيرشول.‏
امريکا نه تراوسه پورې نه په بل هېواد کې دافغانستان په څېر دومره اوږده جګړه کړې او ‏نه ېې دومره په ميلياردونه ډالر تاوانونه ليدلي وو خو اوس چې د ټرمپ په حکومت او دهغه ‏پرپاليسې کومې نيوکې د امريکا دپارلمان غړي کوي هغه په دې دليل چې ترمپ به په خپل ‏کمپاين کې ويل امريکا دافغانستان له جګړې او بې ځايه اقتصادي تاوانونو ژغورم حال داچې ‏ټرمپ په افغانستان کې د تېر په څېر جګړې ته دوام ورکوي.‏
امريکا يواځې دافغانستان په جګړه کې په پوځي او اقتصادي ډګرکې له سره مخ نه ده بلکې ‏په اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه اسيا او عربي هېوادونوکې چې څه جګړې روانې دي ‏مستقيم اوغير مستقيم امريکا په کې لاس لري.‏
امريکا له اسلامي نړۍ سره په دوه ډوله جګړه روانه کړيده يوه ېې خپله مطبوعاتي( پروپاګنډيزه) جګړه اوبله ېې د اسرائيلو سره داسلامي نړۍ پرخلاف هراړخيزه مرسته، چې د ‏اسرائيلو وروسته بۀ امريکا هم خپله شيطاني څېره په هنداره کې د اسرائيلو په څېر وګوري.‏
نړيوالو رسنيو او خپله اسرائيلي چارواکوتائيد کړيده چې په ټوله نړۍ کې د اسرائيلو سفارتونه ‏او کونسلګرۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي
ددې سترلامل داؤ چې هرکال به اسرائيلو ‏دفلسطين مسلمانانو دځپلو لپاره بوديجه ځانګړې کوله چې دادې بلآخره اسرائيل په ټوله نړۍ ‏کې د اقتصادي زوال سره مخ شول او دامريکا حال هم همدادى چې په اسلامي هېوادونو کې په ‏روانو جګړو کې له يوې خوا خپله او له بلې خوا اسرائيلو هراړخيزه مرسته کوي.‏
د اسرائيلو د اقتصادي وزارت په تيرجون مياشت کې پريکړه کړې وه اولاس ليک کړل شوې بوديجې د کمښت له امله به په ټوله نړۍ کې داکتوبرله ديرشمې خپل سفارتونه او ‏کونسلګرۍ وتړي، همداسې وشول ترنامعلوم وخت پورې د اسرائيلو سفارتونه او کونسلګرۍ ‏په ټوله نړې کې وتړلې شوي .‏
امريکا هم داسرائيلو په څېر داقتصادي زوال سره مخ ده خو داچې له کويټ څخه امريکا او ‏اسرائيلوته په نيمه بيه تېل روان دي يوڅه وخت پورې به امريکا په افغانستان او عربي ‏هېوادونو کې خپلې جګړې او جګړه ېيزې هڅې تلپاتې وساتي او آخربه د اقتصادي زوال ‏سره مخ شي چې ددې اقتصادي زوال لومړې لامل به ېې په افغانستان کې ناکامه جګړې د دوام ‏هڅې وي ..‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*