په افغانستان کې د ناټو زورهم اوبه شو

سرلیکنه

د افغانستان څخه  په اړه چې د نورو هېوادونوپه څیر په قطرکې هم خبرې ټکنې اوځنډنې شوې یوځل بیا په مسکوکې د چین، روسېې، امریکا او پاکستان لخوا غونډه کې د امریکاېې پلاوي اوطالب مشرانوترمنځ دخبرو په پېل ټینګار وشو.

ددې غونډې لپاره مسکو دمخه اعلان کړې ؤ خو نیټه يې  نه وه څرګنده ، د مسکو په غونډه کې چې پرون دڅلور یادوو لخوا وشوه  د روسېې د دولتي سرچینو په وینا ګټوره غونډه وه چې یوځل بیا پکې دځنډیدلو خبرو په بیا پېل ټینګار وشو او هغه چا (امریکا) هم دخبرو په بیا پېل کولو ټنیګار وکړ چې په قطرکې روانې غونډې نهم پړاو کې ېې دخبرو له دوامه انکار کړې ؤ.

مسکود مخه اعلان کړې ؤ چې په غونډه کې په د روسېې د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال ایګورو مارلوف، دافغانستان لپاره دامریکا ځانګړې استازی زلمی خلیلزاد، دافغانستان لپاره دچین ځانګړې استازی دین شیجون او دپاکستان دبهرنیوچارو د وزارت مرستیال چودرې اعجاز او ورسره یوشمیر نورسیاسي شخصیتونه برخه اخلي.

خو بدبختانه امریکا تل دافغانستان په مسئله کې دوه مخې پالیسې ساتلې ده دیوې خوا جګړې ته دوام ورکوي اوله بلې خواېې زلمی خلیلزاد د سولې په نوم یوه اوبل هېواد ته سفرونه کوي، د نورو هېوادونو له مشرانو د سولې مشورې اخلي او خپله بیا په جګړه ټینګار کوي.

دمسکو په غونډه کې خو د طالبانو او امریکا ترمنځ دسولې په خبرو دوام ټینګار وشو خو دابه څوک تضمینوي چې امریکا به له سولې غاړه نه غړوی؟ داهغه څه دي چې هیڅ څوک ېې سینه نه شي ډبولای ، امریکا بیا غواړی نور څلور کاله د سولې په نوم په افغانسان کې جګړې ته دوام ورکړي، دامریکا تیرجمهور رئیس اوباما په ۲۰۱۴کې په افغانستان کې د بهرنیوپوځونو ماموریت د پای اعلان وکړ اوټرمپ چې دافغانستان په جګړه کې ېې پوخونو څرګنده ماتې خوړلې بیا هم جګړې ته په یوه اوبل نوم دوام ورکوي.

چین، روسیه او پاکستان دافغانستان سره هغه ګاونډي هېوادونه دي چې امریکا ورته دسولې په راوستلوکې اړ ده، زلمي خلیلزاد تل دهمدې درې واړو هېوادونوله مشرانو مشورې اخلي، که په رښتیا امریکا د درې واړو یادو هېوادونو دمشرانو مشورې باورې ګڼي نو سملاسي د ې د طالبانو سره دافغان مسئلې دحل په اړه خبرې بیا له سره پېل کړي.

امریکا که هرڅو په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي په یوه اوبل نوم افغانان په جوماتونو، بازارونو، ودونو او جنازوکې شهیدان کړي بیا به هم دسولې خبرو ته کښینې، په قطرکې چې ېې ترنهم پړاو پورې له طالب مشرانو سره خبرې وکړې داېې هم په جګړه کې خپله ماتې ولیده

دامریکا ترڅنګ چې ناتوهم په جګړه ټینګار کاوه اوس ېې دافغان ولس په متین مقاومت دجګړې زور اوبه شو، نن د ناتوغړو هېوادونو د دفاع وزیرانو دغونډې دوېمه ورځ ده، که څه هم دناتوسرمنیشي یانس سټولټنبرګ په خپل ښکرورتوب ویلي چې ترڅو په افغانستان کې طالبان جګړه کوي زمونږ پوځونه به په افغانستان کې پاتې وي خو د زور د اوبه کیدو علامه ېې د ناتو دفاع وزیرانوته له وینا دا جوته شوه چې ویلي ېې دي دافغانستان جګړې ته عادلانه بودیجه په ګوته کړئ، یانې ناتو نوره په افغانستان کې دجګړې د دوام لپاره دتیرپه څیر بودیجه (زور) نه لري ځکه یانس سټولټنبرګ دفاع وزیرانوته وویل باید عادلانه( کمه ) بودیجه اعلان کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*