د ننگرهار په هسکې مېنې کې چاودنه شوې

نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې د ننگرهار ولايت هسکې مېنې په جودرې کلي کې د لمونځ کوونکو په منځ کې د لمانځه پر مهال دهاوان مرمۍ لګېدلې يا د ځينو راپورونوله مخې چاودنه شوې د لومړنیو معلوماتو له مخې له امله يې ۱۶تنه وژل شوي او ۴۵نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پېښه تایید کړه او په وینا یې د جومات چت په بشپړه توګه نړېدلی دی.

نوموړی وايي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي دي،
خو بل لورته د عامې روغتیا ویاند ظاهر عادل وايي، د هسکې مېنې دغه پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي:
”داسې احتمال شته چې د مړو او ټپیانو شمېر ډېر شي، ځکه د جومات چت نړېدلی او خلک پکې ایسار پاتې شوي، موږ ته په راوړل شویو کسانو کې اووه یا اته ماشومان هم شامل دي او ۱۷ ټپیان مو حوزوي روغتون ته استولي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*