یو ان ایچ سي ار: پاکستان او ایران دې  افغان کډوال په زور نه وباسي

افغانستان، پاکستان، ایران او يونيسيار  افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو پر تکلاره خبرې کړې دي

راپورونه وایي، يونيسيار او درې واړه هېوادونه  دې هوکړې ته سره رسېدلي دي چې له دې وروسته به افغان کډوال په زور نه ایستل کېږي.

یو ان ایچ سي ار او د درې واړو هېوادونو اړوندو چارواکو دا خبرې په جنیوا کې په یوه غیر رسمي غونډه کې کړې دي.

په غونډه کې ویل شوي چې له دې وروسته به په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ کې ټولې موجودې نیمګرتیاوې لرې کړل شي

ویل کېږي چې په غونډه کې د پاکستان د سرحدونو وزیر شهریار افریدي، د افغانستان د کډوالو وزیر سید حسن عالمي بلخي، د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي او د یو ان ایچ سي ار سیمه ییز مشر ګډون درلود.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*