کابل کې ولسي جرګې د غړو او پولیسو لانجه شوې

د کابل د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ لانجه شوې پولیسو  ګمرک ته څېرمه د یوه وکیل د تورو ښيښو موټر درولی او د ښيښو سپینولو یې ورته ویلي خو وکیل له دې کار سره مخالفت ښودلی او دا یې د ځان سپکاوی بللی دی.

راپورونه وايي چې وروسته د پولیسو او د وکیل د ساتونکي ترمنځ شخړه رامنځته شوې او پولیسو د وکیل ساتونکی نيولی دی، خو له پېښې وروسته سیمې ته ګڼ نور وکیلان رسېدلي او د اعتراض په توګه یې عمومي لار تړلې وه.

له دې شخړې وروسته وکیلان په نیمه شپه د ولسي جرګې په تالار کې بېړنۍ غونډه نیولې وه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي يې د جرګي تالار ته ور غوښتی وو.

له دې پېښې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*