هند او پښتانه

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

په هند کې کانګرس او مسلم ليک جوړ شول افغانستان ونه شو کولاى چې دپښتنو لپاره د انګليسانو له وتلو مخکې څه وکړي او هغوې په سمه سياسي لاره بوځي دامير دوست محمد خان له مهاله محمد زايي پاچاهانو يوه خبره کوله هر څه چې انګليس وغواړي هماغه کيږي.

پښتانه پر مسلم ليک او خدايي خدمتګارو  وويشل شول چې خدايې خدمتګارو دعدم تشدد لاره ونيوله. دپښتونخوا پښتنو مقامي سياست نه درلود  مسلم ليک ، ملي عوامي ليک او قبايلى سياست يې لرلو .

قبايلى سياست دخپلواکي په حساب تر نورو ښه ؤ او تر شايي څوک نه درلودل څه روايات يې وساتل .

دپښتنو يووالي ته هند ، ايران ، پاکستان او افغانستان چې محمد زايي پاچاهان په کې حاکم ول يو هم زړه نه ښه کولو .

اوس تخنيکى حالت همداسې دى چې پښتانه ځوانان دي پر شلو لارو نه ځي يوه لاره دې ونيسي سياست که نه کوي

پښتو ژبه ، پښتونولي ، دميرويس نيکه ، احمد شاه بابا پر سياست دې ځان خبر کړي .

دسياست خبره : ځکه ضروري ده چې دپښتانه په توګه ملي سياست نه لرو څرنګه چې په دې حالاتو کې دا کار نه شو کولاى نو د هويت دساتلو لپاره پښتو او پښتونولي دنيکه او باباګانو درناوى وروسته تر اسلامه تل زمونږه دويمه فريضه ده بې له ځانګړې پيژندنې دملت په توګه نه پاتې کيږي اوس هم دافغانستان نوم ځينې خلک نه غواړي .

مونږ به له دې ټولو حالاتو سره مقابله کوو  څو ملي هويت په دې او په هغه کې له لاسه ورنه کړو .

حمزه بابا وايي

دمستقبل په تاريکيو کې زه

که لټوم فقط افغان لټوم

خوشحال بابا وايي .

احسانمن دخپل خالق يم سره دواړو بدبختيو

اول دا چې پښتون يم او بيا يم خوشحال خټک

احمد شاه بابا وايي .

اى احمده دنيا تيره په هر چا ده

ستا په توره به يووخت فخر پښتون کا .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*