رحیمې ظریفي: د ټاکنو د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون بريدونه شوي

د څه مودې راهیسي د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد چټکتيا له ستونزو سره مخ وه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د چټکتيا د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري بریدونو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و.

د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي ویلي، چې تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه شوي دي.

نوموړې وايي چې د ټاکنو کمېسیون سرور امنیتي تدابیر د جرمني د درملوګ کمپنۍ له لوري نیول کېږي. په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي ریس یوسف رشید وايي، کمېسیون باید تر وروستي بریده هڅې وکړي، څو د کمېسیون سرور په کور دننه او بهر له هک کېدو وساتي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*