د امریکا دفاع وزارت: سعودي ته ٣٠٠٠ سرتيرو ليږو

د امریکا دفاع وزارت ويلي دي ، چې د سعودي عربستان د دفاع د پیاوړتیا لپاره ٣٠٠٠ نور پوځیان ور استوي.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر، ویلي چې په دې نوې ګومارنه کې به جنګي الوتکې او توغندي-ضد سېسټم هم وي.

هغه ویلي، دا د هغو هڅو یوه برخه ده، چې په وینا یې موخه یې د ایران له تېري د سعودي ساتنه ده.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي، چې تېره میاشت د سعودي د تېلو پر بټیو بریدونه وشول.

امریکا دغو بریدونو ته په غبرګون کې مخکې هم سیمې ته نور ځواکونه ور استولي دي.

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، ددې هېواد دفاع وزیر مارک اسپر د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ټلیفوني خبرو پرمهال دغه خبر ورکړی.

د دفاع وزیر پخپله هم د اعلامیې له خپرېدو وروسته خبریالانو ته ویلي، دغه سرتیري سعودي ته د محمد بن سلمان په غوښتنه استوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*