امریکا : ترکيې په سوريه کې پر امريکايي ځواکونو بريد کړى

د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي  ، د ترکيې  ځواکونو د سوریې په شمال کې د امريکا پر  یو شمېر  پوځیانو د  توپچي بریدونه کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت په پرخبره ، د سوريې پر شمالي برخو د ترکيې د یرغل په ځواب کې امريکا  پر ترکیه نویو او مهمو بندیزونو لګولو ته چمتو ده .

د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، دغه برید تېرماښام کوباني ښارګوټي ته څېرمه پر داسې یوه سیمه شوی چې ترکیې ته معلومه وه د امریکا ځانګړي ځواکونه په کې ځای پرځای دي.

د امریکا د دفاع وزیر ټینګار کړی چې واشنګټن کوردان یوازې نه دي پرېښي

له بله خوا د امریکا د ماليې  وزير سټیفن منوشن ویلي که ترکيه هلته د کوردي ځواکونو خلاف نور پوځي ګامونه پورته کړي نو دا بندیزونه به ورباندې پلى  کېږي

امریکا همدا راز ترکیې ته بیا ګواښ کړی چې د بریدونو او عملیاتو د دوام په صورت کې به تر اقتصادي بندیزونو لاندې راشي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*