دایران تېل لېږدونکې بېړۍ کې چاودنه شوې

په یوې ایرانۍ تېل لېږدونکې بېړۍ کې نن سهار چاودنه شوې. ایراني رسنیو رپوټ ورکړی چې چاودنه هغه مهال شوې چې له امله يې د  بېړۍ پورتنۍ برخه کې دوه اصلي ټانکرونو زیان لیدلی او په کې ذخیره شوي تیل اوبو ته توی شوي.  دغه بېړۍ  د سعودي ساحل ته نږدې وه. چې په کې چاودنه وشوه  په بېړۍ کې تخنیکي کارپوهان د چاودنې د علت معلومولو لپاره څېړنې کوي او اټکل کوي چې “دغه پېښه دې د ترهګریز عمل له امله رامنځ ته شوې وي.”ددغه ایراني بېړۍ وضعیت کنټرول شوی او کارکوونکي یې هڅه کوي چې له لا زیات زیانه یې وژغوري. چارواکي وايي، په دې پېښه کې د بېړۍ کوم کارکوونکی ته زیان نه دی اوښتی او ټولو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی. ویل کیږی د (سینوبا) په نوم دغه بېړۍ د ایراني دولتي شرکت ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*