مایک پومپيو: د ترکیې له پوځي عملیاتو سره موافق نه يو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو ويلي دي ، چې امريکا  د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې  له  پوځي  عملیاتو سره موافقه نه ده

نوموړي له سوریې د امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د ډونلډ ټرمپ د پریکړې ملاتړ  کړې. هغه پرېکړه چې کور دننه او بهر یې غبرګونونه پارولي.

ترکیې  د کردي ځواکونو تر ولکې لاندې سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، په دې کار سره غواړي پرېنږدي چې له سوریې سره یې د هېواد په پوله کې ‘ترهګرو دهلیز’ جوړ شي.

ولسمشر ټرمپ دغه عمليات يوه ناوړه ګام بللی، خو د ولسمشر منتقدين وايي، د تعرض له لارې د امريکايي عسکرو په ايستلو سره ولسمشر ټرمپ خپله ترکيې ته شين څراغ ورکړ چې بريد وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*