لیندسي ګراهام : ترکیه به له سختو بندیزونو سره مخ شي

 

يو امریکايي سناتور لیندسي ګراهام چې ټرمپ ته نږدې کس دی وایي ترکیې په سوریه کې د کوردانو پر ضد عملیات پیل کړل چې ښایي دغه هېواد ته په ګرانه بیه پرېوځي.

دده په وینا دوی پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې پر ترکیه ویجاړوونکو بندیزونه وضع کړي.

ګراهام وایي دغه بندیزونه به د ترکیې اقتصاد او پوځ سخت وځپي.

ترکیې تېره ورځ په سوریه کې د کورد وسله والو پر ضد هوایي بریدونه وکړل.

امریکا تر دې وړاندې ویلي وو، چې که ترکیه د کوردانو پر ضد عملیات پيل کړي نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

خو ترکیې له دې خبرداري سره سره خپل عملیات پيل کړي دي.

کورد وسله وال له ترکیې د ازادۍ غوښتونکي دي چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري. ترکیه دغه ډله ترهګر بولي خو امریکا وایي د ترکیې اقدامات غیر قانوني دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*