روسانو سره دوستي دافغانانو سترې تيروتنې

ليک : س ، سيرت

افغانستان تل دښمنانو په منځ کې راګير پاتى شوي دى عثماني سلطنت ، ايراني صفويانو ، تزاري روسانو او بريتانوي امپراتورۍ په خپل خپل وخت او موقع پر افغانستان تيرى کړى افغانان ئې وژلي دافغانانو شتمنۍ ئې لوټ کړى د مذهب او کلتور دله منځۀ وړلو لپاره واکمن ، پوهان ، دنظر خاوندان او قومي مشران په بيلا بيلو پلنو شهيدان کړيدى

دافغانستان سره دټولو زورواکو ددښمنۍ دوه لاملونه دي چې يو په جغرافيايي  موقعيت چې  داسيا په زړه کې پروت دى

دويم افغان داسې دخپل دين مقدس اسلام په کلکه  پيروان او مدافعين دي چې نه دخپل اسلامي ارزښتونو او نه ديوې لويشت خاوري تيريږي

دسرونو په بدل دواړه ساتي يا دهېوادونو چې تل ئې دافغانانو سره دښمني کړيده  پر افغانستان ئې هيڅ ډول صرفه نه ده کړي په سر ليک کې دروسانو دافغانانو دوستي ستره تيروتنه ياده شويده

خو چې افغانانو په عثماني سلطنت ، ايراني صفويانو ، انګريزى پراختيا غوښتونکو او تزاري روسانو ددوستي باور کړيدى دهمدې باور په بدل کې افغانانو سره يادو هېوادونو ددوستۍ په نامه دښمني کړيده

خو تر ټولو زياته تيروته افغانانو روسانو سره په دوستۍ کې کړيده چې په وار وار روسانو پر افغانستان بريد کړي او بيا افغانانو ورسره ددوستي تړونونه کړيدى

تاريخ ثابته کړيده چې په وار وار روسانو پر افغانستان بريد کړي او بيا افغانانو ورسره ددوستي تړونونه کړيدى

تاريخ ثابته کړيده چې هر يو قوم چې دهر مذهب او دين پيروي کوي دازادۍ غوښتونکي دي دبل دجغ لاندې ژوند ورته ګران ښکاري  خو افغانان دخپلې ازادۍ ترڅنګ په کامله توګه دخپل دين او کلتور دفاع کوي

ځينې هېوادونو په جغرافيايي  لحاظ ازاد وي خو مذهبى او کلتوري ازادي نه لري ، اسرائيل ، اردن ، بحرين ، برونائې ، هند ، تنزانيه ، زبيا ، سريلانکا او …………… له برتانيې ازادي اخستي خو په مذهبي او کلتوري ازادۍ کې ئې هيڅ ندى ترلاسه کړي

رومانيه  دعثماني سلطنت څخه په ١٨٧٧ کې ازادي اخستې خو بيا هم کلتور ئې خپل نه دى قزاقستان ، قرغزستان ، لتوانيا ، لاوس او نورو رياستونو له روسانو ازادي اخستي خو نيمه ازاد دي

روسانو تل دافغانانو له بدې ورځې چې انګريز په جګړو کې ځپلى همدا ډول انګريز هم په خپله موقع افغانان ځپلي دي

روسانو غوښتل په ١٦٧٩ م په اسيائي هېوادونو دسلطي پلان عمل کړى ، عثماني سلطنت ، ايران او افغانستان په خپل وار خپل کړي .

په ١٧٢٦م چې شاه اشرف اصفهان نيولاى ؤ تزارى روس دعثماني سلطان سره دشاه اشرف په مقابل کې لاسونه يو کړل

عثماني سلطنت شاه اشرف ته ليک وليږه چې ياد دايران بادشاه ساه حسين پريږدي يادى جګړى ته تيار شي او همدې دکرمانشا حاکم عبدالباقي له بنده ازاد کړى  شاه اشرف پدې خط غصه شو

دعبدالباقى کورنۍ درې سپين ږيرى ئې ووژل سرونه ئې عثماني سلطنت ته وليږل ځواب ئې ورکړ ه خپل حکومت کې ستاسې لاسوهنه نشم زغملاى .

عثماني سلطنت دروسانو په مشوره په ١٧٢٦ دنومبر په ٨ پر شاه اشرف جګړه پيل کړه خو ترکي پوځونو نه يواځې دا چې ٣٠٠٠٠ پوځ ئې مات شو شاه اشرف تر دحويزى ولايت هم ونيوه دعثماني سلطنت او شاه اشرف ترمنځ دا لومړى جګړه وه چې په ښکار تزارى روس افغانانو ته دوستان ويلي  خو دترکيې سره ئې په جګړه اخته کړل .

روسانو سره ويره پيدا شوه چې شاه اشرف به دحويزى ولايت وروسته شمالي او ختيځ ايران هم ونيسي

ايران صفويانو سره يې دشاه اشرف پر خلاف معاهده وکړه

روسانو ددوستۍ په نوم له ګټي اخستنې ښه چانس ترلاسه کړ

پټ ئې دصفوى پادشاه ځوى طهماسب پر شاه اشرف حملې ته وهڅاوه،  طهماسب هم ماتې وخوړه

روسان چې صفوي بادشاه ته په پټه د شاه ا شرف مقابلى ته وراغلى وو

لومړى ختيځ ايران مازندران او بيا ترکان او روسان دواړه له ايرانه وتښتيدل

افغانانو سره دتزاري روسانود ا لومړۍ دوستى وه چې شاه اشرف ئې دعثماني سلطنت  صفوي ځوى طهماسب سره په جګړه اخته کړل له همدې نيټې وروسته افغانانو سره دروسانو دوستي پاى ته ورسيده .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*