د ترکيې د بريد پر غبرگون د امنيت شورا د غونډې رابللو غوښتنه وشوه

د سوريي شمال ختيځ کې د کردي وسله والو پر ضد د ترکيې پر پوځي عملياتو پراخه نړيواله نيوکه شوې ده.

فرانسې، جرمني او بریتانيا په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې رابلنې غوښتنه کړې.

د امريکا ولسمشر ټرمپ دغه عمليات يوه ناوړه مفکوره بللې ده، خو د ولسمشر منتقدين وايي، د تعرض له لارې د امريکايي عسکرو په ايستلو سره ولسمشر ټرمپ خپله ترکيې ته شين څراغ ورکړ چې بريد وکړي.

ترکي ځواکونو د سوريې پولې په اوږدو کې پر يو شمېر پرتو ښارونو هوايي اود توپچي ګوزارونه وکړل. يوه څارونکه ډله وايي چې لږ تر لږه لس ملکيان وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ د ترکیې پلي ځواکونه د خپلو سوريايي متحدینو له لوري بدرګه کېدل.

کردي سرچینې وايي، د امریکايي ځواکونو د یوې پوستې په ګډون چې دوه ورځې وړاندې تشه شوې وه لېرې سوېل کې هم په نښه شوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*