زبېر حبيب زاده: انتخابات دوېمې دورې ته روان دي ‏

په افغانستان کې د انتخاباتو د کميسيون وياند زبېر حبيب زاده رسنيوته ‏ويلي چې مونږ که هرڅو درايو په شميرنه کې کوښښ وکړچې انتخابات ‏له دوېمې دورې وژغورل شي خو د شميرل شوو رايو له مخې په ‏انتخاباتو کې يوې خوا اشرف غني- عبدالله دومره راېې نه دې ترلاسه ‏کړي چې هغه پرې کامياب اعلان کړل شي په دې اساس ويلاى شو چې ‏انتخابات دوېمي دورې ته روان دي .‏
دانتخابات  د کميسيون دغړو دمعلوماتو له  مخې هيڅ يو په دې نه دې ‏توانيدلې چې په انتخاباتو کې ګټونکي اعلان کړل شي،

که څه هم په ‏لومړۍ شميرنه کي اشرف غني او عبدالله دواړو ځانونه ګټونکي اعلان ‏کړي دي  خو ترڅنګ ېې ويلي وو چې دانتخاباتوکره شميرې ته به ‏انتظار باسي.‏

په تير جمهوري رياست انتخابات کې لکه څرنګه چې کانديدان په خپلو کې ‏په يوه نظر نه وو دا ډول افغانانوهم يوې لورې ته په اکثريت سره رايه ‏نه ده ورکړې او دوېم داچې دانتخاباتو دکميسيو په وينا لس ميليونه ‏افغانان د راېې اچونې لپاره ثبت شوي وو خو دوه ميليونه رايې اچوونکي ‏هم ثابت نه شول ځکه په ډير کم شمير افغانانو په انتخباتو کې برخه ‏اخستې وه.‏
په افغانستان کې د جمهوري رياست انتخابات د ميزان په ٦مه شوي او د ‏انتخاباتو د کميسيون په وينا په د روانې مياشتې په ٢٧مه به اعلان کړل ‏شي.‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*