آلماني انجینران د رایې شمیرلو د بهیر چټکتیا لپاره کابل ته رسېدلي

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون ويلي دي ، چې د کمېسیون مرکزي سرور ته د بایومتریکي معلوماتو د پورته کولو په بهیر کې د چټکتیا لپاره د دارملوک شرکت دوه آلماني انجینران کابل ته رسېدلي دي.

د دغه کمیسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي  وویل، چې د کمېسیون په سیستم کې یو لړ ستونزې وې او دا انجینران به د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره له کمېسیون سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: “د دې لپاره چې سرور او سیستم له ستونزو سره مخامخ نه شي… او کارونو ته سرعت ورکړي او د پلان په مطابق مخکې لاړ شي”.

ابراهیمي دغه راز وویل، چې هکرانو د کمېسیون پر مرکزي سرور باندې سایبري بریدونه هم کړي دي، خو بریالي شوي نه دي چې سیستم ته زیان ورسوي.

د هغه پر وینا د دارملوک شرکت د کمېسیون د مرکزي سرور سیستم د خوندي ساتلو او ورباندې د سایبري بریدونو د مخنیوي مسولیت په غاړه لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*