د ۲۰۱۹ کال د نوبل جایزه درې ساینس پوهانو ګټلې

درې ساینس پوهانو په ګډه د ۲۰۱۹ کال د نوبل نړیواله جایزه ګټلې ده. فیزیک پوه جېمز پېبلېز او دوه نورو سویسي ستوری پېژندونکي مایکل مېیار او ډایډير کوېلوز د سږنۍ نوبل جایزې ګټونکي اعلان شوي دي.

فزیک پوه پېبلېز ته د کایناتو د تکامل په برخه کې د څېړنې او مېیار او لمر ډول ستوري شاوخوا د سیارې موندلو په ویاړ ددغه انعام ګټونکي بلل شوي.

ګټونکي ساینسپوهان به د دغه انعام نژدې یو میلیون ډالر پیسې په خپلو کې وویشي.

د خپلې بریا په اړه پروفیسور کوېلوز ویلي: “باور مې نه کیږي. د خپلې موندنې راهیسې چې ۲۵ کاله مخکې یې کړې وه هرچا به راته ویل چې ستا موندنې د نوبل جایزې ګټلو ارزښت لري، خو ما به ورته ویل چې ښه خبره ده خو چې څه کیږي هغه به کیږي.”

خو وروسته هغې خپلې موندنې هېرې کړې وې او ویلي یې دي: “ما په دې اړه هېڅ فکر نه کاوه، هېښ شوم. زه د خپلې موندې په اغېز پوهېږم، خو په نړۍ کې د فزیک په برخه کې لوی کارونه شوي او ما فکر کاوه چې دا انعام به زموږ لپاره نه وي او هېڅکله به یې ترلاسه نه کړو.”

د نوبل انعام د کمیټې غړي اولف دنیلسون ویلي: “دغه دواړه موندنې په نړۍ کې زموږ د وجودي اړخونو ځایګي په اړه د بنسټيز ارزښټ ښکارندویي کوي.”

“لومړۍ چې زموږ تاریخ بېرته نا معلوم اصل ته بیايي، زړه راښکونکې ده. دویمه هڅه کوي د دې لپاره ځواب ومومي چې ایا موږ یوازې یو او که د کایناتو په نوره برخه کې هم ژوند شته؟”

په کاناډا کې زېږېدلی جېمز پېبلېز په نړۍ کې د ځمکې د ځای په موندلو او د کایناتو د تکامل د بهیر پېژندلو په ویاړ ستایل شوی دی.

هغه چې اوس ۸۴ کلن دی د امریکا د نیوجرسي ایالت په پرینسټون پوهنتون کې کار کوي او د تیاره انرژي د نظریې په اړه یې هم ګټور خدمتونه کړي. “دا هغه مرموز عناصر دي چې ۹۵ سلنه کاینات ترې جوړ شوې دي”.

۷۷ کلن مایکل مېیار او ۵۳ کلن ډایډير کوېلوز د ‘پیګاسي بي ۵۱’ په نوم د سیارې کشفولو په ویاړ ستایل شوې دي.د ۲۰۱۹ کال د نوبل جایزه درې ساینس پوهانو وګټله

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*