دامریکا افغاني ملاتړو ته دخطر زنګ‎

ليک:  الحاج امام الدين ساپى

داچي مونږافغانان خپل تیر تاریخ ته په سپکه ګورواویانه غواړوچي پوه ‏شوو  یرغلګرو همیشه خپل ملاتړي  د وولس رحم اوکرم ته پریښي دي  ‏اوهغو تر پښي سپکي کړي دي‎.‎
نژدي بیلګه یي دشوروي  اتحاد ده کله چي ګورباچوف خپلوعسکرود و ‏تلو پریکړه وکړه

نو دهغو لاسپوڅې دوهم شاشجاع ببرک کارمل ټینګارکاوه  ‏چي دعسکرود وتلو موده اوږده کړي ترڅو امپریالیزم مات اویا یي ضعیف ‏کړو مګرګورباچوف په پاى  کي ورغبرګه کړه چي مونږ نورخپل عسکر ‏ستاسو لپاره وژلى نه شوو.‏

کله چي د ناامیدۍ ورسته پوه شول چي د زوړ تاریخ تکراردى

خود ‏دغو بي ضمیره انسانانو زیږنده همیشه افغانې ټولني ته نوي شاشجاع په ‏نوي بڼه زیږولي دي

داځل یي حامد کرزی او اشرف غنی د شاشجاع په ‏رول کي وزیږول،

د نړیوال استکبارې قوت په مټ د قدرت په ګدۍ ‏کښینول شول

اشرف غنی د ببرک کارمل په پل- پل کیښود کله چي  ‏دامریکا جمهور رئیس  ټرمپ  د خپلو عسکرود وتلواعلان وکړ

نوپه اشرف ‏غنی اوملاتړو يې  یي تبه راغله

ناری سورې یی پېل کړي  چي مصرف ‏راکموو او نور   خوعسکر مه اوباسئ

اوهم د وتلوموده لږه اوږده کړئ ‏چي یوڅه افغانان د وژني پاتي دي  مګرهیڅ ګټه یي ونه کړه .‏

کله چي ټرمپ د خبرو د درولو اعلان وکړنو دلاسپوڅو په رګوکي موقتې ‏اکسجن وچلیده

خودا د پردي پرمخ د مورال ورکولواعلان وه خود پردي ‏ترشاه د طالبانوسره خبري روانې وې  چي حتمي به نهایی کیږي،

د دی ‏ترمخه اشرف غنی اوملاتړو لپاره ډیر بد او د خطرزنګ چي ګډ باداریي ‏کردان په سوریه کي د ترکیی، روسیی اوسوری ولس رحم اوکرم ته ‏پریښودل

کردانوهرڅومره چیغی اوبغاری ووهلي هیڅ ګټه یی ورته ونه ‏کړه

مګرد امریکا جمهور رئیس ټرمپ خپل عسکر وباسي چي ورته عمل ‏امریکایانو په ویتنام اونوروملکونو کي هم کړیدی

اوس اشرف غنی ‏، اشرفیان کرزی اوکرزیان دي هم ددي ورځي په انتظار کي اوسي‎.‎

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*